Banner

يو نوی غزل

28.01.2014 05:55

دا ځلې ماته هم ترې موټي کې خواږه راوړه
ريباره ورشه په څه چل يې ترېنه زړه راوړه

خپل نغري کې مو له خپلې لمن اور اخيستی

سپينې کوترې! په مښوکه کې اوبه راوړه

دښمن يې تېر اېستو په مازې یو قلم غنيمت

سخت مېړنی و، تېره توره پښتانه راوړه

 

زمونږ سترګې انتظار کې درته سپينې شولې

لږ راته تورو بَڼَورو کې رانجه راوړه

 

وشوې مودې چې سپينه ورځ ده رانه شپه کې ورکه

راځه چې وې ګورو، ډيوې دې له کاله راوړه

 

له باران وروسته د بوډۍ په ټال کې وځنګېدم

سپينه سپوږمۍ مې هم په غېږه کې له غره راوړه

 

مور ته مې وويل چې نن درته جوړه راوړمه
ويل يې نه، له ګاونډيانو کره اوړه راوړه

څرنګه به تش لاس له دښمن سره جنګېږې اوس؟

توره دې حيرانه ولې ځانه سره نه راوړه.

 

ډاکټر محمدحنيف حيران، کابل
۴- ۱۱-۹۲ ز

محمد صدیقي 28.01.2014 06:20

مننه چې د غزل مو راسره شریک کړو ډاکټر صیب....<br /><br />ډیر مې خوښ شو.. ستاسې د لا بریا په هیله

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.